هندی سیمنا کې د ودونو ګرم بازار

په بالیوډ کې د ودونو موسم دی او دا ځل د مشهور مزاحیه خپرونو چلوونکی او فلمی ستوری کپل شرما د واده نېټه خلکو ته په ډاکه شوه.

په وروستیو کې په هندۍ سینما کې د فلمی ستورو د ودونو کیسی ډېرې کیږی او زیاتو فلمی ستورو د خپلو ودونو نیټی اعلان کړی.

وروسته له هغې چې د کرکټ ستوری ویراټ کوهلی او انوشکا شرما واده وکړ، نو لکه د نورو فلمی لوبغاړو قسمت چې هم خلاص شوی وی او ترې وروسته ‌ډېرو فلمی لوبغاړو ودونه وکړه او ځینو یې تازه د ودونو نیټې او ځایونه اعلان کړی.

ټاکل شوی چې مشهورې ستورې پریانکا چوپړا او تکړه سندر غاړی نک جونز واده په راتلوونکی میاشت نومبر کې وشی، دغه راز اټکل دی په راتلوونکی میاشت کې به د ډپیکا پډوکون او رنویر سنګهـ واده هم وشی، تر دې وړاندې سونم کپور او انند اهوجا، انګد بیدی او نها دهوپیا او یو شمېر نورو سره د شریک ژوند پیل وکړ.

اوس تازه هندۍ رسنیو د مشهور کامیډین (مزاحیه خپرونو چلونکی) او فلمی ستوری کپل شرما د واده نېټه اعلان کړې ده.

ویل کیږی د دغه ستوری واده به راتلونکی ډسمبر میاشتې په ۱۲ نېټه تر سره شی.

له تېرې څه مودې د نوموړی د واده په تړاوو په هندۍ رسنیو کې خبرې کیدې او د خلکو تر منځ په جلا جلا اوازو خپریدی خو اوس یې د خلکو تلوسه پای ته ورسوله او کپل شرما د خپل واده نېټه په ډاګه کړه.

هندۍ رسنۍ وایی، کپل شرما به د خپلې ملګرې (ګرل فرینډ) ګینی سره د جهالندر په سېمه کې واده وکړی او اتکل دی چې د واده مراسم به یې تر ۱۴ د ډسمبر پورې ورسیږی.

کپل شرما په جوش او ډنګ ډونګ سره د خپل واده د چتموالی باندې بوخت دی، ویلی یې دی: ملګرې یې ګینی د مور و پلار یوازینی اولاد دی، نو کورنۍ یې غواړی چې واده یې په شانداره مراسمو ترسره شی.

د کپل شرما مېرمن ګینی چهاتراتهـ د هندوستان د جهالندر سېمې اوسیدونکې ده.

ویل کیږی دواړه په کالج کې د یوه بل سره بلد شوی ول، خو سترګې یې وروسته له هغې په یوه بل خوږې شوې چې په یوه مزاحیه پروګرام کې سره یوځای کیناستل او خپرونه به چلوله.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.