چوپړا له خپل اوښی د بوټانو پټولو په رواج کې ۵ میلیونه ډالر غواړی

د بالیوډ مشهورې فلمې ستورې پرنیتې چوپړا د خپل اوښی او د پریانکا خاوند چې د انګلیسی ژبې مشهور سندرغاړی دی ورڅخه د هندوستان رواج کې د میلیونونو ډالر غوښتنه کړې.

د شا(د دواده له زلمی) څخه د بوټونو د پټولو رواج په پاکستان، هندوستان کې ډېر عام دی او حتh دغه رواج او لوبې په ودونو کې په افغانستان کې هم د خلکو له لورې د خوشحالۍ د لپاره کیږی.

په افغانستان کې کله چې په کوژدنه کې د واده زلمی د خپلې خسرګنۍ کور ته ولاړ شی نو هلته ترې بوټان پټیږی چې وروسته بیا د خپلو بوټانو ډېر لوړ قیمت هغه چاته ورکوی چې بوټان ورسره وی.

د بوټونو په مقابل کې ځینې خلک د ډېرو زیاتو پیسو غوښتنه کوی، چې د بوټانو له قیمت څخه دغه رقم ډېر لوړ وی خو دا چې یو رواج دی نو د واده زلمی ترې نشی په شاه کېدلی.

هندۍ رسنۍ وایی پرنیتی چوپړا د خپلې تره لور پریانکا چوپړا له خاوند نک جونز څخه د میلیونونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

د رپوټ له مخې، پرنیتی د خپلې تره لور واده ډېره هېله منده ده، ویل کیږی نک جونز او پریانکا د واده لپاره په چمتوالی بوخت دی.

هندۍ رسنۍ وایی په ودونو کې د بوټانو پټول یې د مهمو رواجونو څخه دی چې په ډېرو زیاتو ودونو کې کیږی.

د هندی ویب پاڼې بالیوډ هنګامه سره په یوه مرکه کې پرنیتی چوپړا ویلی چې دوه ورځې وړاندې د اوښی نک جونز سره د واده لپاره د سامان پیردلو لپاره تللی وه.
وایې هلته یې ورسره د بوټانو د پټولو په رواج خبرې کولې چې نک ته یې ویلی چې د پټو شویو بوټانو په مقابل کې به ورڅخه پنځه میلیونه ډالر غواړی چې ځواب کې سندری غاړی نک جونز ویلی چې دا به ورته ۱۰ میلیونه ډالر ورکړی.

اټکل دی چې د بالیوډ ستورې او مشهوری امریکایی سندرغاړی نک جونز واده به د هندوستان جوده پور ایالت کې ترسره شی.

د دوې د واده نیټه د ډسمبر دویمه ټاکل شوی خو ویل کیږی چې د نومبر د میاشتې له ۳۰مې نیټې به یې مراسم پیل شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.