ولسمشر غنی د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار ته رسېد

ولسمشر محمد اشرف غنی د یوه دولتی پلاوی مشری د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ته ورسېد.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی، چې جمهور رئیس محمد اشرف غنی د لوړپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې نن سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته ورسېد.

خبرپاڼه زیاتوی، چې ولسمشر غنی د شهید عبدالجبار قهرمان او شهید صالح محمد اڅکزی له کورنیو سره د خواخوږی د څرګندولو په موخه هلمند ولایت ته تللی دی.

خبرپاڼه زیاتوی، چې سربېره پر دې ولسمشر غنی به د هلمند له مشرانو او متنفذینو، علماو، ښځو، ځوانانو، د ولایتی شورا استازو، ښوونکو او د پوهنتون استادانو، د مدنی ټولنې او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره جلا ناستې ولری.

د ولسی جرګې نوماند عبدالجبار قهرمان شاوخوا ۱۱ ورځې مخکې په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.