د پاکستان سترې محکمې پر هندی تلوېزیونی چینلونو بندیز لګولی

د پاکستان سترې محکمې په دغه هېواد کې د هندی تلوېزیونی چینلونو پر کتلو بندیز لګولی او ویلی یې دی له دې وروسته هېڅ پاکستانی نه شی کولای دغه چینلونه وګوری.

دغه راز یادې محکمې په پاکستانی سینماوو کې د هند پر تولید شویو فلمونو هم بندیزلګولی او زیاته کړې یې ده، چې هېڅ سینما نه شی کولای هندی فلمونه نندارې ته وړاندې کړی.

د پاکستان د سترې محکمې په پرېکړه کې ویل شوی، هند له همدې درکه هرکال میلیونونه ډالر ګټه کوی نو پاکستان پرېکړه کړې چې له دې وروسته پر هندی چینلونو بندیز نور هم سخت کړی.

محکمه وایی، دا کار یې ځکه کړی چې هند تل پاکستان ته د اوبو په ورتګ کې ستونزې جوړوی او یاد هېواد ته پر تلونکو اوبو یې بندونه او کانلانونه جوړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په خپلو خبرو کې ویلی و، چې هېواد یې هڅه کوی له هند او نورو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ښې او پراخه کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.