ملابرادر اسلام آباد کې تر درملنې لاندې دی

طالبانو ته نېږدې سرچینې وایی، چې د دغه ډلې خوشی شوی مشر ملا عبدالغنی برادر دا مهال په اسلام آباد کې تر درملنې لاندې دی.

دغه سرچینو زیاته کړې، چې ملابرادر د شکرې په ناروغۍ اخته دی خو ډاکترانو ډاد ورکړی، چې روغتیایی حالت به یې ژر ښه شی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې ویل کېدل، ملا عبدالغنی برادر د بډوډو ناورغی لری او د همدې ناروغۍ له امله کمزوری شوی دی.

بل خوا ویل کېږی ښایی افغان حکومت به د دې اوونۍ په اوږدو کې له پاکستانه وغواړی، چې ملا برادر افغان حکومت ته وسپاری.

خو ویل کېږی وسله وال طالبان غواړی ملا برادر قطر ته ولېږدول شی.

په راپورونو کې راغلی، چې ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ثانیپه غوښتنه، چې په دې وروستیو کې د یوه پلاوی په مشرۍ پاکستان ته تللی و خوشی شوی دی.

خو یوه پخوانی طالب چارواکی سیدآکبر آغا بیا ویلی دقیق معلومات لری، چې ملا برادر د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړی استازی په هلو ځلو او غوښتنه خوشی شوی دی.

د ملا برادر تر څنګ د طالبانو د جلا شوې ډلې د مشر ملا محمد رسول او ملا عبدالصمد ثانی د خوشی کېدو راپورنه هم ورکړل شوی و، خو وروسته د ملا رسول ډلې په یوه خبرپاڼه کې و ویل، چې د وی مشر لا نه دی خوشی شوی خو تمه ده، چې ډېر ژر خوشی شی.

طالبانو هم ویلی، دا اټکل دی، چې امریکا د دې ډلې یو شمېر نور بندیان هم خوشی کړی او د سولې روانې خبرې بریالیتوب ته نږدې شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.