افغانستان او ایران د بندیانو پر تبادلې خبرې کړې

ایران کې دا مهال کابو پنځه زره افغانان په زندانونو کې دی، چې د ایرانی چارواکو په وینا ډېری یې د نشه یی توکو د کاروبار په تور نیول شوی دی.

په همدې تړاو د افغانستان او ایران د عدلیې وزیرانو عبدالصبور انور او علی رضا تر منځ خبرې شوې دی.

د ایران عدلیې وزیر علی رضا ویلی، دمګړۍ نېږدې پنځه زره افغانان د ایران په زندانونو کې دی، چې ډېری یې د نشه یی توکو د کاروبار په تور نیول شوی.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې دې خوا ته بیا ۲۲ ایرانیان د بېلا بېلو جرمونو په تور د افغانستان به زندانونو کې بندیان دی.

په دغه لینه کې د دواړو هېوادونو د عدلیې وزیرانو د بندیانو پر تبادلې او په عدلیې او قضایی برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دی.

د افغانستان د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور ویلی، چې افغان حکومت د بندیانو د تبادلې په برخه کې تړونونو ته ژمن دی او له ایران یې غوښتی چې د افغان بندیانو د بدلولو او لېږدولو په پروسه کې همکاری وکړی.

باید و ویل شی، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو په دې تړاو د همکارۍ یو سند هم لاسلیک کړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares