د برېښنا شرکت تښتولی کارکوونکی خوشی شوی

لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوری د برېښنا شرکت برمته شوی کارکوونکی خوشی شوی دی.

د برېښنا شرکت ۱۳ تنه کارکوونکی دوه اوونۍ وړاندې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې نیول شوی وو.

د لغمان د والی ویاند اسدالله دولتزی وایی، د برېښنا شرکت دغه ۱۳ تنه فنی او تخنیکی کارکوونکی بادپښ ولسوالۍ کې د برېښنا د پرې شوی مزی نښلولو ته ورغلی و، خو طالبانو برمته کړل.

نوموړی زیاته کړې، چې دغه کارکوونکی د قومی مشرانو او مخورو په هلو ځلو پرون ماښام (د لړم ۵مه) خوشی شول.

به ورته وخت کې د ننګرهار د والی ویاند هم د دې خبر پخلی کړی او ویلی یې دی، چې هېڅې روانې دی ځایی وسله وال د برېښنا مزو تړلو ته هم اجازه ورکړی.

باید و ویل شی، چې د همدې برېښنایی مزو د شلېدو له امله د تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په ننګرهار او لغمان کې برېښنا نشته.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.