پام چې وار دې خطا نه شی، ما منلې غرغرې دی

تادین خان د هغه مېړنی شخص زوی چې د دې هېواد لپاره یې سر کېښود، د هغه مېړنی سړی وراره چې هېواد په مینه کې یې غوښې پر سرکونو پاتې شوې او د هغه مېړنی شهید مېړنی ورور چې د د ژوند تر وروستۍ شېبې  دې هېواد د دښمنانو پر وړاندې سپر و او خپل سر یې ترې قربان کړ.

تادین خان لا کوچنی و، پلار او تره یې ووژل شول، اوس چې زلمی شو، د غر غوندې ورور یې ونړېد، هغه له شاوخوا دوه اوونیو راهیسې د ورور فاتحه اخلی، هره ورځ چې سهار راپاڅېږی د ورور فاتحه به یې د هغه د زړه درد راتازه کوی، خو نن د یو هېواد پلوه او ملی ګټو ته ژمن انسان په څېر د فاتحې له مراسمو پاڅېد او د ټاکنو په ملی پروسه کې یې ونډه واخیسته.

هو! د هغه پر یوه رایه نه څوک بریالی کېږی او نه څوک ناکامېږی، خو هغه په دې کار وښوده چې که دروند غم یې هم پر اوږو بار وی بیا به هم په ملی پروسو کې ګډون کوی.

د تادین خان کورنۍ پر تدریجی ډول وژل کېږی، لومړی یې پلار، بیا یې تره او بیا یې د غر پر څېر ورور. هغه پوهېږی، پر کومه لار چې یې قدم کېښود دا د سر تر قربانۍ بله پایله نه لری، خو تادین خان د وطن پر لار دا هر څه پر ځان منلی او د وطن د برم پر خاطر یې (منلې غرغرې دی).

د تادین خان زړه، خو پښتنه، له وجوده کمزورې، خو پر هوډ غښتلې، له زړه کمزورې، خو د وطن پر مینه اباده مور هم دا هر څه پر خپلو ویرلیدلو سترګو ګوری، خو خپل زوی د وطن له ساتنې نه منع کوی، پر شاه یې ټپوی او حوصله ورکوی.

د تادین خان د دې سترې او با شهامته مور حوصلې او مېړانې ته چې ګورم، د خوشال خټک دا بیت رایادېږی چې؛

چې د باغ سروې یې پستې تر قامت دی
پښتنې په قامت سترې نه دی څه دی؟

د تادین خان مور یوازې پر قامت نه، بلکې پر پښتونولۍ، اتلولۍ، زړورتیا حوصلې هم ستره ده، ځکه خو یې د (شهید جنرال عبدالرازق اڅکزی) پر څېر ستر مېړنی زوی زېږولی دی.

نن د تادین خان د ټاکنو د ورځې انځور پر لیدو باوری شوم، چې که یو جنرال رازق شهید شو، بل رازق وزېږېد، که هغه پر وطن سر کېښود، بل رازق میدان ته راودانګل، که د پاکستان مخ ته سپر انسان له دې نړۍ وکوچېد، بل یو راغی او د دغه هېواد مخ ته به فولادی دېوال جوړېږی، که د ډېورنډ کرښې مدافع د ډېورنډ د کرغېړنې کرښې د لمنځه وړلو ارمان ګور ته یوړ، بل یو داسې څوک شته چې د خپل مشر ورور دا ستر ارمان ورپوره کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares