هېچا ته اجازه نه ورکوو د ډېورنډ کرښې په اړه تصمیم ونیسی

د مشرانو جرګې د امریکایی سناتور په هغه څرګندونو توغند غبرګون وښوده، چې ویلی یې دی له افغانستان سره د امریکا مرستې باید د دغه هېواد له خوا د ډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو پورې وتړل شی.

د امریکا د کانګرېس د دیموکرات ګوند یوه غړی براډ شرمن له سپینې ماڼۍ غوښتی، چې د ډېورنډ کرښې د منلو له پاره پر افغانستان فشار راوړی.

دغه امریکایی سناتور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره کتنه کې ویلی، چې ډېورنډ کرښه د افغانستان، پاکستان او هند له پاره پر یوې ستونزې بدله شوې ده.

نوموړی ویلی که څه هم د ډېورنډ کرښې په رسمیت پېژندل به د افغانستان له پاره خورا سخت وی، خو تر څو چې امریکا دا اختلافی مسله حل کړې نه وی، افغانستان کې به سوله رانشی.

براډ شرمن زیاته کړې، چې د دغه موضوع د حل له پاره ښه لار دا ده، چې امریکا له افغانستان سره خپلې مرستې د ډېورنډ کرښې له رسمیت پېژندلو سره وتړلی.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلم یار د جرګې په غونده کې وویل، چې د ډېورنډ په اړه د امریکایی چارواکو څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

ښاغلی مسلم یار وویل، چې افغانان نه یوازې امریکا بلکې هېچا ته اجازه نه ورکوی، چې د ډېورنډ د کرښې په اړه تصمیم ونیسی او یا کومه پرېکړه پرې ومنی.

د مشرانو جرګې رییس خبردارۍ ورکړ، چې د ډېورنډ په موضوع کې د امریکا ښکېلتیا او مداخله به په افغانستان کې د دغه هېواد د شتون په اړه جدی خنډونه رامنځ ته کړی.

ښاغلی مسلم یار د امریکا له دولته وغوښتل، چې د دغه امریکایی سناتور غوښتنې او څرګندونو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازی زلمی زابلی هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د ډېورنډ کرښې موضوع یوازې په افغانانو پورې اړه لری او د تاریخ په اوږدو کې هېڅ افغان دولت هم نه دی توانېدلی، چې دغه کرښه په رسمیت وپېژنی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.