د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو پر موټر چاونه شوې

یو ځانمرګی برید کوونکی، چې غوښتل یې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو پر موټر برید وکړی، له بریده وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او وژل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې دغه پېښه د کابل ښار د نهمې امنیتی حوزې اړوند سیمه کې د ټاکنو کمېسیون دروازې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، ځانمرګی برید کوونکی غوښتل، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو په موټر چاودنه وکړی، خو پولیسو هدف ته تر رسېدو وړاندې پېژندلی او وژلی یې دی.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوی، چې د ځانمرګی د چاوېدونکو توکو په چاودنه کې دوه ملی پولیس او څلور ملکی وګړی ټپیان شوی دی.

خبرپاڼه وایی، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.