ماین چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په سویل ختیځ زون کې د پوځ چارواکی وایی، غزنی ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې پنځو ولسی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چاودنه پرون  د غزنی ولایت د مقر ولسوالۍ په چهاردهی سیمه کې رامنځ ته شوې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلی، د ولسی وګړو سراچه موټر په یاده سیمه کې د سړک د غاړې په ماین ختلی دی.

سرچینه زیاتوی، چې په دې چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوی او درې نور ټپیان شوی دی.

۲۰۱ سېلاب قول اردو وایی، ماین وسله والو طابانو پر ځای کړی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.