د رازق شهادت او د برادر خلاصون

ارشاد رغاند

پاکستان بالاخره له څو کلنې نن – سبا ویلو وروسته د وسله والو طالبانو یو مهم مشر ملاعبدالغنی برادر له خپل یوه زندان څخه خوشې کړ.

ملا برادر څو کاله مخکې پاکستانی پولیسو ترهغې وروسته ونیوه، چې وېل کیږی د حامد کرزی حکومت سره یې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې وه.

د ښاغلی کرزی حکومت سولې ته د برادر د همدې لېوالتیا له کبله د پاکستان له حکومت څخه بیا- بیا د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کوله.

پاکستانی چارواکو هم بیا – بیا د نوموړی د خوشې کولو ژمنه کوله، خو عملا یې په دې برخه کې کوم ګام نه اخیست.

د پاکستان لخوا په دې زمانی مقطع کې د ملا برادر خوشې کول پوښتنه پیدا کوی، چې دغه هېواد له دې اقدام سره کومې موخې تعقیبوی، یا کومه لوبه کوی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د ملابرادر خوشې کیدل د افغانستان د روان وضعیت له مختلفو خواوو سره تړل کیدای شی، خو دلته د جنرال رازق د شهادت له قضیې سره د دې مسئلې تړاو ته نظر اچوو.

د جنرال رازق له قضیې پام اړول

ملابرادر په داسې مهال د پاکستان له بنده خوشې شوی، چې د افغانستان حکومت رسمآ پاکستان د خپل یوه مقتدر پوځی او سیاسی شخصیت جنرال عبدالرازق د شهادت د قضیې په تنظیمولو تورن کړی.

د جنرال رازق شهادت نه یوازې دا چې افغان حکومت او ملت ته یوه جدی قضیه ده؛ بلکې نړیواله ټولنه او په خاص ډول امریکا ته هم مهمه موضوع ده.

په داسې وخت کې د ملا برادر د خوشې کیدو موضوع په ډېر ګومان د جنرال رازق د شهادت له قضیې څخه د افغانستان او نړۍ د پام اړولو یوه هڅه کیدای شی.

تریوه ځایه کامیاب تکتیک

د پاکستان دا ډول لوبه له افغانستان سره نوې نه ده.

دغه هېواد تردې وړاندې هم په ځلونو- ځلونو له ورته لوبو سره د ځان پر وړاندې له جدی ټکیو د افغان حکومت پام په بله اړولی دی.

د لوبې دا تکتیک له بده مرغه هرځل تر یوه ځایه کامیاب ثابت شوی او پاکستان توانیدلی، چې په حساس وخت کې د دوه اړخیزو اړیکو مسیر او پر ځان د فشارونو کچه را ټیټه کړی.

دا ځل هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فعالې خو ډېرې منافقانه دیپلوماسۍ په ادا کولو سره له یوې خوا په کابل کې د خپل سفارت په وسیله د ملابرادر د خوشې کیدو اعلان وکړ او له بل لوری یې د بهرنیو چارو وزیر د جنرال په قضیه کې د ور پورې شویو تورونو د رد لپاره د ملا برادر خوشې کیدل د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد حسن نیت وباله.

کمزورې مقابله

افغانستان له بده مرغه ونه توانیده، چې د پاکستان له داسې بیا- بیا خورا منافقانه لوبو وروسته د دغه هېواد بشپړې مقابلې ته هر اړخیز چمتووالی( لږ ترلږه په دیپلوماتیکه برخه کې) ونیسی.

د داسې امادګۍ د نه لرلو دلیل هم واضح او تر ډېره حده زموږ په دیپلوماتیکه دستګاه کې د سمو ګومارونو او سیستم جوړونې پرځای پر سیاسی او سلیقوی چلندونو د ملی یووالی حکومت تمرکز دی.

دا موضوع تر دې حده جدی ده، چې د بهرنیو چارو وزارت مخکینی سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی ان د مخه ښې په مراسمو کې تېره اونۍ شکایت ترې وکړ.

موږ که غواړو د پاکستان له شرمونکو لاسوهنو په سم ډول خلاص شوو، زموږ د دیپلوماتیکې دستګاه په واقعی مانا فعالول او مسلکی کول به راته یو مهم مسولیت وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares