د بنګلدېش کرکټ لیګ سیالیو ته ۷ افغان لوبغاړی اخیستل شوی

سږ کال د بنګلدېش کرکټ تجارتی سیالیو BPL ته ۷ افغان لوبغاړی پېرل شوی، چې په دغه لوبو کې به ولوبېږی.

د د بنګله دیش شپږم پړاو کرېکټ لیګ بولۍ  تر سره شوه، چې ورته تر ۳۰ افغان لوبغاړی ور وړاندې شوی وو، خو یوازې ۷ تنه ترې واخستل شول.

شهزاد محمد او نجیب الله ځدراڼ چټاکانګ لوبډلې، حضرت الله ځاځی ډهاکې، ګلبدین نایب سیلهیټ سیکسرز، قیس احمد رچشهی کینګنز، ظاهر خان کهلنا ټایټینز او وقارسلام خیل د کومیلا ویکټورینز لوبډلې له خوا پېرل شوی دی.

محمد نبی عیسی خېل، راشد خان ارمان، او مجیب ځدراڼ بیا د استرالیا په بېګ باش کې د لوبېدو له کبله بنګلدېش لیګ ته نه و وړاندې شوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.