د ارباز ښځه له ارجن سره واده کوی

په هندی رسنیو کې نن سبا د ارباز خان د مخکېنۍ مېرمنې ملایکه اروړا او د هندی سېنما د فلمی ستوری ارجن کپور د تار لرلو خبرونه خوله په خوله ګرځی.

هندۍ رسنۍ لیکی، په لنډو ورځو کې به ملایکه له ارجن کپور سره واده وکړی، خو د دې خبر په اورېدو سلمان خان هک پک شوی دی.

۴۴ کلنه ملایکه د ۵۱ کلن ارباز خان مېرمن وه او په ۲۰۱۷ کال کې تر ۱۹ کلن ګډ ژوند وروسته سره جلا شول.

اوس سلمان خان وایی، دا ورته حیراوونکی خبر دی.

نور خبرونه بیا وایی، د ارجن کپور پلار بونی کپور په دې اړیکه خواشینی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares