عامر د کټرینې په نڅا زړه بایللی

د هندی سېنما مشهور فلمی ستوری عامر خان او کټرینه کیف د ټګ‌اف‌هندوستان په نامه په یوه نوی فلم کې ګډ کار کړی دی چې یوه سندره یې اوس تازه خپره شوې ده.

د ثریا جان په نامه په دغه سندره کې کټرینه کیف نڅېږی او عامر خان یې هماغه مهال په نڅا زړه بایللی دی.

ده په یوه مرکه کې ویلی دی چې د کټرینې نڅا یې دومره خوښه وی چې په دې باوری شوی دی، که دی لس کاله هم کوښښونه وکړی، داسې نڅا به زده نه کړی، لکه د کټرینې په څېر.

خو په مقابل کې یې بیا کټرینې ویلی دی، د دغې سندرې په یوه برخه کې باید دا د عامر خان پر خوا ور ړنګه شوې وای، خو دې پر خان باور نه درلود چې ودې یې نیولای شی، ځکه نو زړه نازړه ونڅېده.

ثریا جان سندره طنزیه ده او نڅا ورسره تر نورو ډېرو سندرو، ډېره سخته ده.

ټاکل شوې ده چې د دوی دواړو دغه نوی فلم به د نومبر په اتمه نېټه د سېنماوو پر پردو راښکاره شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.