کابل پولیسو د غلو دوه خطرناکې ډلې نیولې دی

کورنیو چارو وزارت وایی، کابل پولیسو په کابل ښار او پغمان ولسوالۍ کې د غلو دوه خطرناکې او حرفه یی ډلې نیولې دی.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د غلو دغه خطرناکې ډلې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نیول شوې دی.

سرچینه کاږی، د غلو لومړۍ نیول شوې ډله کې څلور تنه غله دی، چې کابل ښار او شاوخوا سیمو کې یې په وسله والو غلو کې لوی لاس درلود.

په خبرپانه کې ویل شوی نیول شویو غلو د موټر تښتونې په څو پېښو کې هم لاس درلود، چې پرون د پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شوی.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له دوی څخه دوه عرادې غلا کړی موټر، ۲۸۶ جلد د تابعیت پېژندپاڼې، دوه پایې مخابرې، یو میل تومانچه او یوه اندازه نظامی تجهیزات هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

دغه راز خبرپانه زیاتوی، چې پولیسو د غلو یوه بله پنځه کسیزه ډله چې د یوه سراچه موټر په وسیله یې د مسافرو او نورو خلکو مالونه او پیسې لوټلې نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایی، دغه غلو به کابل ښاریان په واټونو کې په همدې ټکسی سراچه کې سپرول او تر څه وړاندې تګ وروسته به یې له هغوی څخه پیسې او نور قیمتی شیان لوټل.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.