د مالیې وزارت یو کارکوونکی د رشوت اخیستو پر مهال نیول شوی

د کورنیو چارو وزارت وایی د مالیې وزارت یو کارکوونکی د رشوت اخیستو په تور نیول شوی.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د مالیې ورکوونکو ادارې اړوند د خدماتو یو کارکوونکی د امنیتی مسوولینو له خوا نیول شوی.

خبرپاڼه زیاتوی، چې د مالیې وزارت دغه کارکوونکی هغه مهال ونیول شو چې د مالیې ورکوونکو په اداره کې یې څه کم ۳۰ زره افغانی د رشوت په توګه اخیستل.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلی، چې دغه کس د اړوندو مسوولینو په حضور کې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د نیول شوی کس د هویت په اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares