ډېر ژر د کجکې بند د پراختیا کار پیلېږی

افغان ولمشر محمد اشرف غنی هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلی چې د کجکی بند د پراختیا کار به ډېر ژر پیل شی.

د ارګ ماڼی په وینا ولسمشر غنی پرون د هلمند ولایتی شورا له غړو سره د کتنې پر مهال وویل ”د کجکی بند د پراختیا کار ډېر ژر پیلېږی او ترکی شرکت د ۱۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت چمتو دی پانګونه پرې وکړی چې د یومیلیارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولری. “

هغه زیاته کړه، د زمین‏داور کانال مطالعه هم په وروستیو پړاونو کې ده او د دغه کانال د فعالولو لپاره جدی اراده شته.

له ارګه پ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دغه کتنه کې د هلمند د ولایتی شورا غړو د پولیسو او ملی اردو د تشکیل د کموالی، د کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکیټ د نشتوالی، د ښوونځیو د ښوونکو د کموالی، د کجکی او فرهاد بند د جوړېدو، د بُست د تصدۍ د فعالولو، پوهنتون ته د هلمند د لوړو زده کړو موسسې ارتقا، د جوارو د غوړیو د تولید فابریکې د جوړولو، د رُخام ډبرو له قاچاق څخه د مخنیوی او د هغه د فنی  کېندنې، د هلمند سیند په اوږدو کې د شپږ پلونو د جوړولو، بُست روغتون ته د پاملرنې او د امنیتی او ملکی ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو او همداراز د امنیتی ځواکونو او خبریالانو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه یې خپل وړاندیزونه او ستونزې د جمهوررئیس سره شریکې کړې.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares