افغان جګړه هېڅ وخت خصوصی سکتور ته نه سپارل کېږی

ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په هېڅ صورت کې به افغان جګړه خصوصی سکتور ته ونه سپارل شی او نه به هم خصوصی شی.

ښاغلی غنی دغه څرګندونې پرون هلمند ته د سفر په ترڅ کې ماښام مهال په دغه ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو پوځیانو ته په وینا کې وکړې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، ولسمشر افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو وستایل او ویې ویل، چې د افغان پیاوړی پوځ په موجودیت کې به هېڅ وخت افغان جګړه خصوصی سکتور ته و نه سپارل شی.

دغه راز ولسمشر پوځیانو ته دا هم ویلی، چې د جګړې د لومړۍ کرښې پوځیانو ته باید ځانګړی امتیازات په پام کې ونیول شی.

ښاغلی غنی هلمندیانو ته په دغه ولایت کې د ځینو بسنټیزو پروژو پلی کېدو او په ځانګړی ډول د کجکی بند د پراخېدو ژمنه هم ورکړه، چې د ده په وینا ۱۷۵ میلیونه ډالر به پرې ولګول شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares