طالبانو ارزګان کې حکیم شجاعی ټپی او مرستیال یې وژلی

امنیتی سرچینې وایی چې په اروزګان ولایت کې د یوې نښتې پر مهال د سیمه ییزو پولیسو پخوانى قوماندان حکیم شجاعی ټپی او مرستیال یې له ٢٠ نورو کسانو سره وژل شوى دى.

ځایی امنیتی سرچینې وایی چې دا پېښه پرون د دغه ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ په حسینی کلی کې رامنځته شوې ده.

د خاص اروزګان ولسوالۍ یوه قومی مشر چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، رسنیو ته وویل چې دا نښته د یوې ښځې پر سر رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه چې د ولسوالۍ له کُندلان کلی څخه یوه ښځه د حسینی کلی ته تښتېدلې وه، کله چې د کندلان کلی مشران حسینی کلی ته ورځی؛ نو هغوى پرې برید کوی.

دغه اوسېدونکى وایی چې هلته د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته کېږی چې له امله یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړی.

د اروزګان والی اسدالله سعید هم په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یاده نښته او له امله یې اوښتې مرګ ژوبله تاییدوی، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

هغه پژواک ته وویل چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې مخابراتی شبکې سم کار نه کوی؛ ځکه دوى ترا وسه بشپړ معلومات نه دی ترلاسه کړی.

خو د دغه ولایت یوې امنیتی سرچینې رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو په خاص اروزګان ولسوالۍ کې برید کړى چې د نښتې پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوی دی.

یادې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د پخوانی قوماندان حکیم شجاعی مرستیال هم شامل دى او په خپله شجاعی ټپی شوى دى.

دغې امنیتی سرچینې له حکومته وغوښتل چې خاص اروزګان ولسوالۍ ته بېړنۍ مرسته ولېږی، ځکه چې دده په وینا، دا سیمه به سقوط وکړی.

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته په یوه لېږل شوې پیغام کې ویلی چې د قوماندان شجاعی وسله والو پر دوى بریدونه کړی وو چې په ځوابی برید کې یې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړې چې په دې نښته کې د شجاعی اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان یې ژوندی نیول شوی دی.

قوماندان شجاعی پنځه کاله مخکې په یاده ولسوالۍ  کې د ملکی وګړو پر وژلو، ځورولو او ربړولو تورن شوى و، بیا د کورنیو چارو وزارت د هغه د نیولو امر هم کړى و، خو په کابل کې د ځینو سیاسی مشرانو له خوا د هغه ملاتړ له امله دغه کار  ونه شو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.