پاکستان باید د ترهګرۍ پر وړاندې عملی او جدی ګامونه پورته کړی

د امریکا د پوځ د مرکزی قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل چې کابل ته پر سفر راغلی وایی، پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملی او جدی ګامونه واخلی.

ووټل پرون کابل ته راغلی او د افغان حکومت له مشرانو او امنیتی چارواکو سره یې ولیدل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر غنی پرون مازیګر په ارګ کې له ووټل سره ولیدلی او دواړو لورو د بین الاافغانی سولې، د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر تجهیز او پیاوړتیا، امنیتی ارګانونو کې د اصلاحاتو پر راوستلو، د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې او د جنوبی آسیا له پاره د امریکا ستراتېژۍ پر اغېزو خبرې وکړې.

سرچینه وایی، جنرال ووټل په خپرو خبرو کې و ویل، چې امریکا د افغانستان یو ستراتېژیک ملګری دی او د افغان دولت او افغان ولس تر څنګ به باتې شی.

له ووټل سره خبرو کې ولسمشر غنی بیا ویلی، چې د افغان سولې په اړه ملی، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې او افغان حکومت له هر هغه اقدام څخه چې افغانستان کې د باغزت او تل پاتې سولې له پاره د بین الافغانی خبرو د پیل سبب کېږی هرکلی کوی.

بل خوا د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب او جنرال ووټل هم   د بین الاافغانی سولې، د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر تجهیز او پیاوړتیا، امنیتی ارګانونو کې د اصلاحاتو پر راوستلو، د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې او د ولسی جرګې پر ټاکنو خبرې کړې دی.

له محب سره خبرو کې جنرال ووټل ویلی، چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې له هر ډول هڅو او خبرو ملاتړ کوی.

جنرال ووټل ټینګار کړی، چې د افغان سولې له پاره باید د سیمې په ځانګړی ډول پاکستان باید د ترهګرۍ سره مبارزه کې جدی او عملی ګامونه پورته کړی.

ووټل زیاته کړې، چې امریکا متحده ایالت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړی.

ښاغلی محب بیا په خپلو خبرو کې ویلی، چې افغان حکومت په امنیتی ارګانونو کې اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی او پولیس به خپلې اصلی دندې ته چې د قانون پلی کول دی وګرځی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.