ډاکتر عبدالله امارتو کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلی

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله چې متحده عربی اماراتو ته د مخابراتو نړیوالو کنفرانس کې د ګډون په موخه تللی، هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره هم کتلی دی.

د اجرائیه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه وایی، عبدالله  دوبۍ په خپل استوګنځی کې په عربی هېوادونو کې له مېشتو افغان سوداګرو سره ولیدل.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان سوداګرو پر کار و بار او دغه راز د هغوی پر وړاندې په پرتو ستونزو خبرې وشوې.

افغان سوداګرو له عبدالله سره خبرو کې ویلی د مالیاتو د ورکړې منظم سیستم نشتوالی، د سړو خونو نشتوالی، د حکومت له لوری کمې اسانتیاوې او ځینې مالی مسئلې هغه څه دی چې افغان سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

خبرپاڼه وایی، ښاغلی عبدالله له افغان سوداګرو سره ژمنه وکړه، چې افغان حکومت به په خپل ټول توان سره د عربی هېوادونو مېشتو افغان سوداګرو ستونزې هواروی او اسانتیاوې به ورته رامنځ ته کوی.

باید و ویل شوی، چې اجرایه رییس هلته د ګوربزو او ځینو نورو قومونو له استازو سره هم کتلی دی او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.