افغانستان کې د خبریالانو قاتلان آزاد ګرځی

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه تازه خپاره کړی راپور کې ویلی، چې په افغانستان کې د خبریالانو قاتلان نه محاکمه کېږی او آزاد ګرځی.

سی پی جی یا د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې دغه راپور  خپور کړی، چې له مخې یې افغانستان بیا د نړۍ د هغو ۱۴ هېوادونو په لیکه کې راغلی چې د خبریالانو د قاتلانو د محاکمه کولو تر ټولو بدې سابقې لری.

سی پی جی د نړیوال معافیت د انډیکس په نوم د ۲۰۱۸ میلادی کال په دې راپور کې ویلی، چې په افغانستان او ۱۳ نورو هېوادونو کې د معافیت فرهنګ حاکم دی چې خبریالان په کې په منظم ډول وژل کېږی او قاتلان یې ازاد ګرځی.

په راپور کې راغلی، په تېره یوه لسیزه کې لږترلږه ۳۲۴ خبریالان په نړۍ کې وژل شوی چې په سلوکې ۸۵ دوسیو کې یې عاملان ندی محاکمه شوی.

راپور وایی، افغانستان وروسته له هغې چې په تیره اپریل میاشت کې په کابل کې په یوې ځانوژونکی حملې کې نهه خبریالان ووژل شول، بیرته په دغه لست کې شامل شوی او پنځم ځای یې نیولی دی.

د دغه راپورتنظیمونکې الیزابیت ویچیل ویلی، دې حقیقت ته په پام سره چې د هرکال په تېریدو په دغو هېوادونو کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ جاری دی، دا مسئله ډیره د اندیښنې وړده او ښیی چې د دغې ستونزې ریښې څومره ژورې دی.

د هغې په وینا دغه معافیت د خبریالانو د غلی کولو او د یوې داسې فضا د رامنځته کولو لپاره چې معلوماتو ته لاس رسی نه وی، یوه اغیزمنه وسیله ده.

میرمن ویچل وایی، حکومتونه باید د خبریالانو د قتل او وژنو دوسیو ته لومړیتوب ورکړی او داسې یو مناسب میکانیزم رامنځ ته کړی چې د وژل شویو خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره عدالت تامین شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.