د انارو ګټې

ژباړه: محمد عزیز پردېس

انار چې په انګرېزی کې ورته Pomegranateاو په سوچه پښتو کې ورته نرګسی هم وایی سور رنګه او مزه ناکه مېوه ده چې د ونو لوړوالی معمولا یې د ۵-۸۸ مترونو پورې رسیږی. داسې ویل کېږی چې انار د هند لخوا نورې نړۍ ته ورپېژندل شوی، خو د نړۍ تر ټولو غوره انارو کې د افغانستان نوم په سر کې یادېږی. په قفقاز کې له پخوا څخه د دې نبات کرکېله دوام لری.

په افغانستان، هند، بنګله دېش، عراق، مصر، چین، برما، سعودی عربستان، اسرایل، اندونیزیا، سویلی اروپا او افریقا کی په لوړه کچه کرل کیږی. لاتین امریکا او کالیفورنیا ته د هسپانوی مهاجرنیو په واسطه په ۱۷۶۹ کال کې یوړل شول او دا مهال په کالیفرنیا او اریزونا کې په لوړه کچه کرل کیږی.

انار سور رنګه، ښکلې او مزه ناکه مېوه ده چې د انتی اکسایدونو، پتاشیم، او ویټامین A, C, E او اسیدفولیکو مهمه سرچینه ګڼل کېږی.

۱- هغه کسان چې د سوړ طبعیت خاوندان دی، وروسته د انار د خوراک څخه دې لږ زنجفیل د نباتو سره نوش جان کړی.

۲- هغه کسان چې د معدې زخم لری، تروش انار دې د خپلو مېوو د ټوکرۍ څخه لرې کړی.

۳- انار د کمخونۍ لپاره ګټور بلل کېږی.

۴- تروش انار جنسی قوت کموی.

۵- انار د تندې ضد او ادرار آوره دی.

۶- که وروسته له ‌ډوډۍ څخه انار وخوړل شی نو څېره به مو ښکلې او خواړه به په اسانۍ سره هضم شی.

۷- هغه کسان چې ډنګر دی، انار ورته خورا ګټور دی، البته تورشه انار.

۸- هغه کسان چې زېړی لری، د انارو خوراک ورته ګټور ګڼل کېږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.