تر خبرداری وروسته د پاکستان پر یوه پوځی اډه د هند برید

هند پاکستان ته خبردارۍ ورکړی و، چې په کشمیر کې پر پوله هند ته له پاکستانه د اوښتونکو وسله والو ترهګرو مخنیوی وکړی، که نه غاښ ماتونکی ځواب به ورکړی.

د هند پوځ لوی درستیز جنرال بیپن راوات دوه ورځې وړاندې پاکستان ته دغه خبردارۍ ورکړی و او ګواښ یې کړی و، که پاکستان له وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی او هند ته د اوښتو مخه یې ونه نیسی، نو پر وړاندې به یې سخت اقدامات وکړی.

خو داسې ښکاری، چې پاکستان د هند دغه خبرداری ته پاملرنه نه ده کړې او د دې تر څنګ یې د هندی چارواکو په وینا په جمو کشمیر کې د پونچ و جلاس په سیمه کې بمبار کړی دی.

د هند پوځ وایی، د پاکستان تر دغه بمبار وروسته دوی هم د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په پونچ سیمه کې د پاکستان د پوځ یو مرکز په نښه کړی دی.

د هند د پوځ یوه چارواکی ویلی، دوی پر پوله د پاکستان د ډېری تېریو په اړه له صبر څخه کار اخلی، خو دا ځل د پاکستان د برید په ځواب کې د دغه هېواد د مرکزی قوماندانې په یوه مرکز د هندی پوځیانو له خوا برید شوی دی.

عینی شاهدان او له سیمې د هندی توغندیو تصویرونه ښی، چې د هند د پوځ په دغه برید کې د پاکستان ویشتل شوې پوځی اډې ته زیات زیان رسېدلی خو دا چې مرګ ژوبله به هم ولری په اړه یې جزیات نه دی خپاره شوی.

د هند د پوخ لوی درستیز جنرال بیپن راوات وایی، له پاکستانه ځینې وسله وال د هند خاورې ته اوړې او د هند د حکومت پر وړاندې کشمیری ځوانان درېدلو ته تحریکوی.

بیپن راوات ویلی، جامو او کشمېر د هند خاوره ده او هیڅ هېواد نه شی کولی د نظامی فشار له لارې هغه د ځان برخه وګرځوی.

جنرال راوات پاکستان ته خبرداری ورکړی، که هند خاورې ته د وسله والو د اوښتو مخنیوی ونه کړی او د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر نه شی، نو ورته نور غاښ ماتونکی ځوابونه به هم ورکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.