ترکیې د لاجوردو لار په پرانسته کې له افغانستان سره همکارۍ کوی

د ترکیې د ترانسپورټ وزیر وایی، هېواد یې چمتو دی، چې د لاجوردو لار په پرانسته کې له افغانستان سره همکاری وکړی.

ترکی وزیر دغه ژمنه د افغانستان د ترانسپورت وزیر محمد حمید طهماسی سره په استانبول کې کړې ده.

په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ پر فسبوک پاڼه خپاره شویو معالوماتو کې راغلی، چې په دې ناسته کې په ترکیه کې د افغانستان جنرال کونسل هم ګډون کړی وو.

سرچینه د ترکیې د ترانسپور وزیر له قوله ویلی، چې هېواد یې د لاجوردو لارې په پرانیستو کې د افغانستان سره همکارس ته چمتو دی.

د ترکیې د ترانسپورټ وزیر زیاته کړې، چې ترکیه به د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د کارکوونکو په روزنه او د عامه ترانسپورټ په برخه کې هم له افغان لوری سره مرسته وکړی.

باید و ویل شی، که چېرې د لاجوردو لار پرانستل شی، نو پر مټ به یې افغانستان له ترکیې او له هغې وروسته له اروپایی هېوادونو سره ونښلول شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.