ناپېژانده چورلکې افغانستان ته داعش لېږدوی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلی، په افغانستان کې د داعش شتون وېرول نه بلکې یو حقیقت دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوه خبری غونده کې وویل، یوه ډله خلک شته چې په روسیه تور پورې کوی، چې غواړی په افغانستان کې د داعش شتون خطرناک وښیی او خلک ترې و وېروی.

نوموړی زیاته کړې روسیه نه غواړی د داعش له حضوره خلک و وېرونی، بلکې په افغانستان کې د داعش شتون یو حقیقت دی او پر وړاندې یې باید جدی اقدامات وشی.

هغې ټینګار کړې، چې لا هم ناپېژانده چورلکې افغانستان ته د داعش غړی لېږدونی او په وینا یې دا ډېره حیرانونکې ده، چې دا کار په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو په شتون کې تر سره کېږی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مسکو او طالبانو تر منځ اړیکو له شتونه هم پخلی کړی خو ویلی یې دی، چې له دې اړیکو موخه یوازې د افغان سولې په برخه کې مرسته کول دی او په دغه هېواد کې د روسی وګړو د امنیت د خوندیتوب په خاطر دی.

افغان حکومت ویلی افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت سره یو ځای د داعش پر وړاندې عملیات کوی او دغه ډلې ته یې مرګونې ګزارونه ورکړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.