پاکستان ترهګر روزی او بیا یې نورو هېوادونو ته لېږی

د جنوبی اسیا لپاره د اروپایی بنسټ مشر جنید قریشی ویلی ترهګر په پاکستان کې روزل کېږی او له هغه وروسته نورو هېوادونو ته لېږل کېږی.

جنید قریشی دغه څرګندونې په سویزرلند کې په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال کړې او زیاته کړې یې ده، چې ترهګر په پاکستان کې له امنو مرکزونو او روزنې خوند اخلی.

نوموړی ویلی پاکستان د ترهګرو پر روانی اړخونو ژور کار کېږی او دوی د ځانګړو روزنیزو دورو په مرسته په روانی توګه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره روزل کېږی.

د هغه په وینا ترهګر نه یوازې دا چې په پاکستان کې تر فشار لاندې نه دی، بلکې له هغو مرکزونو او روزنځایونو خوند اخلی چې پکې روزل کېږی.

قریشی وایی دوی په دې اړه پراخې څېړنې کړې دی او پر نړیوالو بنسټونو یې غږ کړی دی چې پر پاکستان فشارونه ډېر کړی څو د ترهګرۍ او افراطیت له ملاتړه لاس په سر شی.

د جنوبی اسیا لپاره د اروپایی بنسټ مشر  ټنګار کړی، که دا کار ونه شی نو نه یوازې افغانستان به امن نه شی بلکې د سیمې ډېری هېوادونه به په پاکستان کې د ترهګرو له امنو مرکزونه زیانونه و وینی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares