پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم په تېرول د پاکستان پوځ تېروتنه کوی

اسلام آباد کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخېلوال پر ډیورنډ فرضی کرښه د پاکستان د پوځ له لوری د اغزن سیم غځول لویه تېروتنه بولی.

زاخېوال ویلی، پر دغه پوله د اغزن سیم غځول د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی نه کوی او نه هم د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه رسولی شی.

نوموړی زیاته کړې، چې پاکستان دې پر خپلو سیاستونو له سره کتنه او ملکی حکومت یې دې د پاکستانیانو ژوند ښه کولو ته هر اړخیزه پاملرنه وکړی.

زاخېلوال ټینګار کړی، چې افغان حکومت له پاکستان سره خلاصې پولې غواړی او د دې پر ځای چې پر ډېورنډ فرضی کرښه اغزن تار ولګول شی، ښه به وی، چې دا سیمې همداسې آزادې پرېښودل شی.

اسلام آباد کې افغان سفیر وایی، د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان له هغه خبرو ملاتړ کوی، چې ویلی یې و  د افغانستان او پاکستان تر منځ باید پولې د اروپایی هېوادونو په څېر پرانیستې وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.