اروزګان ولایت کې برمته شوی ۳۶ مسافر خوشی شوی

په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوی ۳۶ تنه مسافر بېرته خوشی شوی دی.

دغه مسافر درې ورځې  وړاندې له کندهاره دایکنډی ولایت ته روان و، چې د اروزګان د چهارچینې بازار په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شول.

برمته شویو مسافرو درې ورځې له وسله والو طالبانو سره تېرې کړې، چې بالااخره د سیمې مخورو او چهارچینې ولسوالیو د عالمانو د شورا په همکارۍ خوشې شول.

سیمه ییز چارواکی وایی، خوشی شوی مسافر ټول ملکی وګړی او د ایکندی ولایت د کجران ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د دایکنډی د والی ویاند علی اکبر ناطقی هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلی یې دی، برمته شوی ملکی وګړی پرون شپه خوشی
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.