د لوړې ونې (قد) لرونکی ډېر د سرطان له ګواښ سره مخ وی

د ګارډین ورځپاڼې له راپور سره سم یوې نوې طبی څېړنې څرګنده کړې ده، چې هغه کسان چې لوړې ونې/قدونه لری، ډېر د سرطان له ګواښ سره مخ وی. څېړنې د دې خبرې لامل دا ښودلی چې د هغوی حجرې زیاتې وی.

څېړنې دې ته اشاره کړې چې د اوږدوالی او پر سرطان د اخته کېدو تر منځ اړیکه ښایی له دې امله وی چې د ناسم میراثی ګام لپاره د حجرو شتون ډېر وی.

پخوانیو څېړنو ښودلې وه، چې د انسان د مثالی ډګر په ضمن کې د هرو ۱۰ سانتی مترو اوږدوالی په بدل کې شاید پر سرطان د اخته کېدو ګواښ ۱۰ سلنه زیات شی.

څېړنه د کالفورنیا د ریفرسایډ پوهنتون د بیالوژی استاذ لیونارډ نونی ترسره کړې ده.

په عمومی ډول اوږدوالی سره د تړاو له امله د سرطان د ګواښ ډېرېدا څېړنه کې د دې ناروغۍ ۱۸ ډوله په پام کې نیول شوی، ښاغلی نونی وایی چې پایلې څرګندوی چې په ستره کچه د حجرو ډېروالی په دې برخه کې مهم رول لری.

له بل پلوه د انګلستان د سرطان د څېړنو ادارې غړې جورجینا هیل ویلی، چې ګڼ شمېرو څېړنو ښودلې، چې هغه کسان چې قدونه یې لوړ دی، ښکاری چې د سرطان له ګواښ سره په ستره کچه مخ دی، خو ډېرېدونکی ګواښ کوچنی دی او ډېرې لارې چارې شته چې له مخې یې انسان پر سرطان له اخته کېدو ځان ژغورلی شی، لکه سګرټ نه څکول، خپل وزن ته پام کول او له ککړې هوا ځان ساتل.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.