په ژمې کې د پوستکی له وچوالی سره څه وکړو؟

لیکواله: ډاکتر شراده سمنات
ژباړه او لنډون : ډاکتر شمیم اتل

د وجود د پوستکی وچوالی( خشکی) هغه مهال رامنځ ته شی، چې پوستکی کافی رطوبت ونه شی ساتلی. د پوستکی رنګ خړ واوړی، په ځینو برخو کې یې سپیرې نښې پیدا شی، او ډیر کله ورسره خارښت هم مل شی.

بیا بیا حمام ، له شاور لاندې ډیر ودریدل، ځینې صابونونه (په ځانګړې توګه هغه چې تیز کیماوی مواد لری) کارول، د عمر تیریدل، او ځینې ناروغۍ د وجود د پوستکې د وچیدو یا خشکۍ سبب کیږی.

د پوستکې د خشکۍ سره د مبارزې لومړنی قدم د داسې کریمو یا غوړیو کارول دی چې ستاسو د پوستکی د بهرنۍ لایې حجرې مرطوبې کړی شی.

ځینې طبیعی تیل لکه د زیتونو تیل، دبادامو تیل، د شړشمو تیل او نور دې ورته که پر پوستکی ووهئ او وروسته یې په داسې اوبو چې ډیرې ګرمې نه وی ووینځئ د پوستکی د خشکۍ او خارښت په کمولو کې ډیره مرسته کوی.

که په ښارونو کې یئ نو بیا کولی شئ چې په درملتونونو یا لویو مغازو کې هم د پوستکې لپاره د ښه کیفیت لرونکې مرطوب کونکې تیل یا کریم واخلئ.

پوستکی خپله هم په طبیعی توګه د خپلې بهرنۍ پوټ د ساتلو لپاره رطوبت تولیدوی. خو ددې رطوبت ساتل مهم دی.

ددې لپاره چې د پوستکې خپل رطوبت وساتئ ، لاندې ټکی درسره مرسته کولی شی.

• په حمام یا شاور کې خپل وخت راکم کړئ. د ورځې له پنځو تر لسو دقیقو یې کړئ او تر دې زیات په اوبو کې مه پاتې کیږئ. ډیر شاور اخیستل او په ګرمو اوبو حمام کول ستاسو د پوستکې د خشکۍ سبب کیږی.

• د صابون کارول هم محدود کړئ. همدارنګه ځینې صابونونه تر ځینو نور کم کیماوی مواد لری، نو کولی شئ پر محدودیدو سربیره خپل صابون هم بدل کړئ.

• ددې لپاره چې د پوستکې زیان راکم کړئ، د حمام له سپینج ، د حمام له کیسې او ځینو برسونو چې د ځان پاکولو لپاره کاریږی ډه ډه وکړئ. دا نه یوازې د پوستکې د وچیدو سبب کیږی بلکې د پوستکې بهرنۍ لایه زیانمنوی.
• تر حمام یا لاس وینځلو وروسته سمدستی مرطوب کونکی غوړ یا تیل وکاروئ. ځکه دا مواد هغه مهال چې پوستکی پاک او تازه وینځل شوی وی، ښه اغیز کوی او د وچو حجرو تر ژورو رسیږی.

• همدارنګه د نرمو جامو اغوستل هم مرسته کوی.

د وجود د پوستکی خشکی خپله کومه جدی ستونزه نه ده، خو که غم یې ونه خورئ، دا د پوستکې د مزمن خارښت، وینې کیدو، او د پوستکې نورو جدی او مزمنو ناروغیو ته لاره هوارولی شی.

که چیرې لاس رسۍ لرئ نو د لمر د وړانګو پر ضد کریم تل وکاروئ ان که ژمی کې هم وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.