فراه کې د پوځ چورلکه لوېدلې

فراه کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې، چې له امله یې د دغه ولایت د ولایتی شورا د رییس په ګډون ۲۲ تنه په کې وژل شوی دی.

د فراه د ولایتی شورا غړی شاه محمود نعیمی باوری خبری سرچینه ته وویل، چې د پوځ دغه چورلکې نن د غره سره د ټکر له امله غورځېدلې ده.

نوموړی زیاته کړه، چې د پوځ چورلکه له فراه څخه هرات ته روانه وه، چې له یوه غره سره یې ټکر کړی او غورځېدلې، چې له امله یې ۲۲ تنه وژل شوی دی.

نعیمی وایی، په وژل شویو کسانو کې د فراه د ولایتی شورا رییس فرید بختور، د شورا غړې جمیله امینی او په لوېدیځ کې د پوځ د ۲۰۹ ظفر قول اردو مرستیال نعمت الله خلیل هم شامل دی.

که څه هم هغه د الوتکې غورځېدو د دقیق ځای په اړه معلومات نه لری، خو په باور یې دغه چورلکه د فراه د انار درې او د هرات د شینډنډ ولسوالۍ تر منځ غورځېدلې ده.

بل خوا وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دغه چورلکه دوی ویشتې او په کې سپاره کسان یې ټول وژلی دی.

تر اوسه حکومتی چارواکو په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.