کندوز کې د پاڅون کوونکی یو قوماندان وژل شوی

کندوز ولایت کې د پاڅون کوونکو یو قوماندان له خپل یوه ساتونکی سره یو ځای په ماین چاودنه کې وژل شوی.

دغه پېښه د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په ارجال سیمه کې رامنځ ته شوې.

د خان اباد ولسوال حیات الله ویلی، چاودنه د د پاڅون کوونکو د قوماندان عبدالرشید ارجال پر موټر شوې، چې له امله یې نوموړی او یو ساتونکی یې وژل شوی او شپږ نور ساتونکی یې ټپیان شوی دی.

ولسوال وایی ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.