غزنی کې دوه پولیس او ۱۱ طالبان وژل شوی

د غزنی ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوی او په جګړو کې ۶ پولیسو او ۳۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پولیسو او طالبانو تر منځ نښتې تېره شپه د غزنی ښار په شهباز سیمه، اندړو، مقر او مالستان ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دی.

د غزنی د والی ویاند احمد خان سیرت وایی، طالبانو په یادو سیمو کې پر اوو امنیتی پوستو بریدونه وکړل، چې ټول په شاه وتمبول شول.

نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو په بریدونو کې دوه پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی، خو د امنیتی ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې بیا ۱۱ طالبان وژل شوی او ۲۷ نور ټپیان شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.