قرغزستان کې یو تن له تروریستانو سره د مرستو په تور نیول شوی

د قرغزستان چارواکو یوه کس په سوریه کې له تروریستانو سره د مالی مرستې په تور نیولی دی.

د قرغزستان د ملی امنیت کمېټې نن وویل چې دا ۲۸ کلن کس چې نوم یې نه‌دی په ډاګه شوې د اکتوبر په ۱۴مه نېټه نیول شوی دی.

مقاماتو ویلی، دې کس د تروریستانو لپاره سل زره ډالر راټولول او په جعلی هویت یې فعالیت کاوه.

د قرغزستان حکومت وایی، د دې هېواد ۵۰۰ وګړی چې سړی او ښځې دی په سوریه او عراق کې له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.