د پاکستان سترې محکمې د اسیه بی بی د اعدام حکم لغوه کړ

د پاکستان سترې محکمې د یوې عیسوۍ ښځې د اعدام حکم لغوه کړ.

اسیه بی بی په ۲۰۱۰ میلادی کال کې مقدساتو ته د سپکاوی په تور په اعدام محکوم شوې وه.

د پاکستان سترې محکمې نن چهارشنبه پرېکړه وکړه چې اسیه بی بی له زندانه خوشې شی.

اسیه بی بی د امنیتی دلایلو په خاطر په نامعلوم ځای کې ساتل کېږی.

د دې عیسوۍ ښځې د اعدام حکم د بشری حقونو د مدافع ډلو او عیسوی فعالانو غبرګون پارولی و، خو اوس یې د اعدام لغوه کېدل ښایی د پاکستان اسلامی تندلاری په غوصه کړی.

په پاکستان کې اسلام ته سپکاوی کوونکو ته د مرګ سزا ورکوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.