د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت د شپږو نوو پروژو تړونونه منظور شوی

جمهوری ریاست دفتر وایی د ملی تداکارتو کمېسیون د غونډې په ترڅ کې د یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت د شپږو نوو پروژو تړونونه منظور شوی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشری ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه د دوشنبې په ماښام په ارګ کې جوړه شوه چې په ترڅ کې یې د نږدې یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت، شپږ پروژې منظور او پنځه نور یې د لا زیات دقت په موخه بېرته اړوندو ادارو ته ولېږدول شول.

خبرپاڼه زیاتوی، چې د کابل ښاروالۍ اړوند د قیر فابریکې په ګډون د ماشین آلاتو او دسړکونو د ساتنې او بیارغونې وسایلو پېرل، د کابل ښار د څو سرکونو جوړولوتعدیل، د کانونو وزارت اړوند شپږ قلمه لابراتواری وسایل او تجهیزات، دګمرکونو عمومی ریاست لپاره تخنیکی خدمات او د ولسی جرګې دارالانشاء ریاست اړوند درې ډوله تېل ( ډیزل، پټرول، خاورې تېل) د منظور شویو پروژو له جملې څخه دی.

جمهور رئیس لارښوونه وکړه چې د ملی شورا د ټولو تړونونو له ارزونې وروسته دې ښکېل چارواکی څارنوالۍ ته وروپېژندل شی. د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په تړونونو کې دې موسمی مېوې شاملې او کورنی تولیدات زیات شی. د میدان وردک ولایت د مڼو تړونونه دې وارزول شی او له سرغړونکوچارواکو او شرکتونو سره دې قانونی چلند وشی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.