د ملی ثبات ټولنې ختیځ زون څانګې ملګرو خپلمنځی ناسته وکړه

د ملی ثبات ټولنې ختیځ زون دفتر ملګرو خپلمنځی غونډه وکړه، غونډه له معمول سره سم د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو ایتونو پیل شوه، چې وروسته د ننګرهار پوهنتون استاد او په ختیځ کې د ملی ثبات ټولنې مشر پوهنیار خوشحال جبارخېل خبرې وکړې؛ نوموړی د ملی ثبات ټولنې ختیځ زون څانګې په فعالیتونو او هر اړخیز وضعیت د خبرو ترڅنګ په درېوو اساسی مسایلو مفصل بحث وکړ او په راتلونکی کې یې د اقداماتو خبرداری ورکړ:
لومړی: د ننګرهار امنیتی وضعیت د ننګرهار د پرمختیا لپاره اساسی برخه تشکیلوی، حکومت دې د ولس له غولونې لاس واخلی او په عملی توګه دې د ننګرهار مختلفې ولسوالۍ تر خپل حاکمیت لاندې راولی، او پر عامو وګړو باندې دې خپلو عملیاتو ته د پای ټکی کېږدی.
دوهم: د برېښنا په اړه نور خلک تر پوزې راغلی، که ولایتی مسؤلین د داسې معضلو د حل توان نلری نو شرافتمندانه دې استعفاوې ورکړی، ځکه چې موږ شرمېږو چې وایو دولت د یوې وړې ډلې د جنایتونو مخنیوی حتا په داسې مسایلو کې هم نشی کولای چې حل کول یې کوم لوی قوت ته اړتیا نلری.
درېیم: د نړیوال اسلامی پوهنتون پروژه د ننګرهار او ننګرهاریانو لپاره د سرې کرښې حیثیت لری، هیچا ته به یې د انتقال اجازه ورنکړو، په هر قیمت یې دفاع کوو، لاریونونه کوو او حتا ځینې دخیل ارګانونه له خپلې رسمی پېژندنې وباسو؛ په خپلو مشرانو غږ کوو چې، په ننګرهار او ختیځ زون د غیرت وخت دی، که اوس مو په دې مسله کې خپل عملی اقدامات ونکړل، نو د ولس په وړاندې به بیا سرټیټی پاتې یاست او خپل باور به مو په کامله توګه له لاسه ورکړی وی.
استاد جبارخیل ننګرهار هغه ولایت وباله چې په عایداتی ډول ټول هېواد په هر اړخیزه توګه تمویلوی خو مرکزی دولت تل له یاد ولایت سره د مور او میرې چلند کوی، استاد زیاته کړه چې، د دولت هغه نغمه سمبولیکه ده چې موږ متوازن انکشاف ته ژمن یو، موږ د وزیرانو په شورا او خپل خوریی ( ولسمشر) غږ کوو د یادې مسلې په اړه بې تفاوته پاتې نشی، کنه د ننګرهاریانو د هر ډول اقدام مسؤلیت به یې په خپله غاړه وی.
ورپسې د ملی ثبات ټولنې څو تنو غښتلو ځوانو همفکره ملګرو جواد مختار، زبیرعربزی، خیبر حیات، سفیراحمد وفا او نجیب اکرامی هم د استاد د خبرو تائید وکړ او د ننګرهاری مشرانو په حال یې افسوس ښکاره کړ، نوموړو د ننګرهاریانو او ختیځوالو د حقوقو په تامین کې د هر رنګه همکارۍ او سرښندنې ډاډ څرګند کړ.
په پای کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکی کې به د نړیوال اسلامی پوهنتون د انتقال او همدارنګه د ننګرهار د برېښنا په اساسی حل باندې رسنیزې غونډې ولرو.
د یو باثباته افغانستان په هیله
فرهنګی کمېټه

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.