د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ د کونړ له والی سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ نن د کونړ له والی سره په کتنه کې د دغه ولایت د فرهنګی پروګرامونو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې په کابل کې ترسره شوه، د کونړ والی عبدالستاز میرزکوال په بېلابېلو برخو او په تېره بیا فرهنګی برخه کې د دغه ولایت د پرمختیایی پروګرامونو په باب د بریالیتوبونو، فعالیتونو او ستونزو په بیانولو سره معلومات ورکړل.
دغه راز ده د شمس الهُدا کتابتون په باب چې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې جوړ شوى او پرانستلو ته چمتو دى، په دغه ولایت کې د تفریحی پارک په باب چې د جوړولو کار یې دوام لری او د یو شمېر نورو پرمختیایی پروژو په باب څرګندونې وکړې.
حسینې صافۍ په کونړ ولایت کې پرمختیایی او په تېره بیا په فرهنګی برخوکې یې پروګرامونه وستایل او د روزنیزو پروګرامونو، د کاری فرصتونو د برابرولو او ښځو ته یې د فرهنګی خونې د جوړولو په برخه کې د کونړ د والی په پاملرنې ټینګار وکړ

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.