افغانستان د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې ستر اصلاحات راوستی

نړیوال بانک وایی، سره له دې چې په افغانستان کې ناامنۍ زیاتې دی، خو بیا هم د دغه هېواد په سوداګرۍ او اقتصادی برخه کې د پام وړ اصلاحات راوستی دی.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادی اصلاحاتو او لاس ته راوڼو په اړه پرون چهارشنبې د لړم ۹ مه یو راپور خپور کړی او ویلی یې دی، چې افغانستان د اقتصادی اصلاحاتو له پلوه له ۱۸۳ څخه ۱۶۷ مقام ته پورته شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوی، افغانستان په پنځو څرګندو برخو کې د پام وړ بدلونونه او اصلاحات راوستلی چې په نړیواله درجه بندی کې مخکی شوی او دا مهال په دې هېواد کې د سوداګرۍ چارو کې اصلاحات په ښه توګه روان دی.

راپور د بېلګې په توګه زیاته کړې، چې مخکې په افغانستان کې د سوداګرۍ یو جواز باندې ۳۲۰۰۰ افغانۍ لګول کېدې خو اوس دا فیس ۱۰۰ افغانیو ته راټیټ شوی دی.

په دې راپور کې تر ډېره د سوداګرۍ د حقوقی چوکاټ د اصلاح ستاینه شوې او د پانګه اچونې د ملاتړ د تګلارې له مخې افغانستان په سیمه کې تر ټولو پرمختللی ګڼل شوی دی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس شوبهم چوهدری وایی، افغانستان د پانګه اچونې او سوداګرۍ په برخه کې ډیر هلې ځلې کړې دی هیلمن دی چې په راتلونکې کې هم دا پرمختګونو نور هم دوام وکړی.

هغه ویلی«افغانستان د اقتصادی ودې له پاره لا هم اوږد مزل په مخ کې لری، پکار ده، چې شته پرمختګونه او بدلونونه دوام پیدا کړی، دغه هدف ته د رسېدو له پاره اوږمهاله هڅو ته اړتیا ده، تر څو خلک د هغو اغېز په خپل ژوند کې و وینی.»

د نړیوال بانک په راپور کې د سوداګرۍ د پیلولو په لحاظ افغانستان په نړۍ کې ۴۹ ځای لری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.