د روسیې امنیت سازمان مخې ته ځانمرګی برید شو

روسی چارواکو تایید کړې، چې د امنیت سازمان (اف اس بی) مخې ته ځانمرګی برید شوی او درې تنه په کې ټپیان شوی دی.

دغه برید پر ځای وخت ۹ بجې د روسیې په آرخانګاسلک ښار کې رامنځ ته شوی دی.

روسی چارواکو ویلی، ۱۷ کلن ځانمرګی بریدګر د امنیت سازمان تر لومړی دروازې ننوتلو وروسته ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د روسی چارواکو په خبره په دې برید کې د اف اس پی درې کارکوونکی ټپیان شوی او د سازمان ودانۍ ته درند زیان اوښتی دی.

د روسیې څېړونکی دا یوه ترهګره پېښه بللې او څارونکو کمرو د برید کوونکی انځورونه خپاره کړی دی.

روسیه وایی، د بریدګر هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو په اړه یې جدی پلټنې روانې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.