کابل کې چاودنو څلور پولیس ټپیان کړی

د کابل ښار په پنځمه امنیتی حوزه کې چاودنو شوې، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا څلور پولیس په کې ټپیان شوی دی.

چاودنې پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتی حوزې اړوند د سپین کلی په څلور لاری کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمی ویلی، د سپین کلی څلور لاری کې د پولیسو پوستې ته دوه پرلپسې چاودنې شوې، چې له امله یې څلور پولیس ټپیان شوی دی.

که څه هم رحیمی د چاودنو د نوعیت په اړه څه نه دی ویلی، خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصر مجاهد ویلی، چاودنې د لاسی بمونو غورځولو له امله رامنځ ته شوې دی.

تر اوسه د دغه چاودنو مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د څرخی پله زندان د ښځینه کارکوونکو په موټر زندان ته نېږدې ځانمرګی برید هم شپږ تنه وژلی او اته نور یې ټپیان کړی وو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.