د خاص اروزګان خلک دې د خپل عزت په خاطر د طالبانو پر وړاندې دفاع وکړی

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې د خپل غزت په خاطر دې د طالبانو پر وړاندې راپورته او له ځانه دې دفاع کړی.

دانش چې نن پنشنبې  یې د خبریالانو د مصوونیت په اړه جوړه شوې غونډه کې وینا کوله پر خاص اروزګان ولسوالۍ د طالبانو بریدونو په اشارې و ویل، تر ټولو بده دا، چې د امنیتی ارګانونو ویندویان له دغه پېښې بې خبری ښیی.

نوموړی خاص اروزګان کې د طالبانو له لوری پر خلکو د بریدونو د نه مخینوی په برخه کې پر امنیتی ځواکونو هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې طالبانو هلته لسګونه ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اولې، خو ځایی ادارې او امنیتی ارګانونو د خلکو څخه د دفاع په موخه هېڅ اقدام نه دی کړی.

دانش په ټینګار سره و ویل که څه هم هېواد کې امنیتی ستونزې ډېری دی، خو امنیتی ځواکونه اړ دی، چې د خاص اروزګان له خلکو دفاع وکړی او دغه ستونزه نوره غوټه او ستره نه شی.

نوموړی زیاته کړه، چې د خاص اروزګان خلک له دولت څخه د ملاتړ په خاطر د طالبانو تر ډلیزه بریدونو لاندې دی، خو پر خلکو یې غږ وکړ، چې د طالبانو ظلم ته تسلیم نه شی او په مېړانه له خپل عزت څخه دفاع وکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ولسی جرګې ځینو غړو هم پر حکومت له همدې امله نیوکه وکړه او ویې ویل، که د خاص اروزګان په اړه جدی اقدامات ونه شی قومی جګړې به رامنځ ته شی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.