ډېر ژر به د ۳ سترو برېښناکوټونو جوړولو تړونونه وشی

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وایی، ډېر ژر به په هېواد کې د خصوصی سیکتور له لوری د ۳ سترو برېښناکوټونو د جوړولو موافقې ژر لاسلیک کړی.

چارواکو زیاته کړې، چې د اوبو درې برېښناکوټونه به ۸۴۵۵ میګاواټه او دغه راز د لمریزې انرژۍ برېښناکوټونه به ۲زره میګاواټه برېښنا تولید کړی.

د دوی په وینا د دې تړونونو پر بنسټ به د کاپیسا په باغ دره کې ۳۰۰ میګاواټه، د سروبی په دوهم بند کې ۱۰۰ میکاواټه او د تخار په قلعه ممی بند کې ۴۴۵ میګاواټه د اوبو برېښنا تولید شی.

دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکی زیاتوی، چې د دې ترڅنګ به د هیواد په بېلابېلو برخو کې ۲ زره میګاواټه لمریزه برېښنا تولید شی.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمدګل خُلمی وایی، ډېر پانګوونکی لېواله دی چې د اوبو او لمریزې انرژۍ د تولید په برخو کې پانګونه وکړی او سږ کابل به د برېشنا د تولید د ټولو پروژو کارونه پیل شی.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدی وایی، په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د اوبو او لمریزې برېښنا پروژې داوطلبۍ ته وړاندې شی او تمه ده چې خصوصی سیکتور په دې برخو کې پانګونه وکړی.

د مالیې وزارت ویندوی شمروز خان مسجدی زیاته کړې، چې حکومت د پروژو امنیت ساتی او پانګونکو ته وړیا مځکه ورکوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.