روسیه دې د اټومی وسلو مهم تړون ته درناوی وکړی

په داسې حال کې، چې امریکا له روسیې سره د اټومی وسلو له یوه مهم تړون څخه د وتلو ګواښ کړی، ناټو پر روسیه غږ کړی، چې د اټومی وسلو دغه مهم تړون ته درناوی وکړی.

روسیې او امریکا په ۱۹۸۷ میلادی کال کې د منځنی واټن وشتونکو اټومی توغندیو د نه پراختیا تړون کړی وو، خو امریکا وایی، روسیې په دې وروستیو کې له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.

په همدې خاطر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلی و، چې له دغه تړون څخه د امریکا وتل حتمی دی، ځکه تړون اول روسیې مات کړی دی.

روسیې د امریکا دغه ادعا په کلکه رد کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که امریکا له دغه تړون څخه و وځی، نو د اروپایی هېوادونو له پاره به دا کار خطرناګ تمام شی.

روسیه وایی، امریکا د تړون پر خلاف په ځینو اروپایی هېوادونو کې هغه توغندی نصب کړی چې د دواړو لورو تر منځ شته تړون یې د ځای پر ځای کولو اجازه نه ورکوی.

خو ناټو په تازه څرګندونو کې پر روسیه غږ کړی، چې د اټومی وسلو مهم تړون ته دې درناوی وکړی.

د ناټو عمومی منشی په بروکسل کې د ناټو او روسیې د شورا ګډې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلی، پر وسلو د کنټرول هېڅ یو تړون به تر هغه اغېزمن نه وی چې دواړه لوری یې مراعات نه کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.