د ۱۳۹۸ کال بودجه راتلونکو اوونیو کې تصویب ته لېږل کېږی

د مالیې وزارت چارواکی چی د ولسی جرګې غونډې ته ور غوښتل شوی وه، د راتلونکی مالی کال د بودجې په اړه وغږېدل.

د دې وزارت چارواکو وویل چې د ۱۳۹۸ل کال لپاره یې د ۳۹۹ میلیارده افغانیو په تخصیص مسوده برابره کړې ده، چې راتلونکو څو اوونیو کې به یې دې جرګې ته د تصویب لپاره را ولېږی.

د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین عبدالله رقیبی وویل، چې له دې بودجې نه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ د عادی بودجې لپاره او پاتې نورې پیسې د پراخیتایی بودجې لپاره ځانګړې شوې دی.

عبدالله رقیبی وویل د دې بودجې ۵۱ سلنه د بهرنیو مرستو له لارې برابرېږی او پاتې نوره به د خپلو مرستو له لارې برابره شی.

هغه د عوایدو په اړه وویل په ټوله کې د ۱۳۹۸ل مالی کال عواید تر ۳۷۸میلیارد افغانیو اوړی، چې له دې جملې ۱۸۸ میلیارده افغانۍ له داخلی عوایدو او ۱۹۹ میلیارده افغانۍ بهرنیو مرستیو تمویلېږی، پورته ارقامو ته په کتو ۵۱سلنه بودجه له بهرنیو مرستو تمویلېږی.

د ولسی جرګې غړی وایی، د راتلونکی مالی کال بودجه باید د سیاسی سلیقو پر اساس تیاره نه‌ شی.

رمضان بشردوست، د ولسی جرګې غړی وایی لکه چې تجربې ښوودلې، پراختیایی بودجې د کلونو په اوږدو کې هیڅ ګټه نه ده کړې، ځکه چې پراختیایی بودجه د اقتصاد د علم پر اساس نه جوړېږی، بلکې کابل او ولایتونو کې د زورواکو په زور جوړېږی.

د مالیې وزارت وایی د اصولو مطابق روان مالی کال کې باید له پراختیایی بودجې نه ۹۰ سلنه مصرف شوې وای، خو دوی تر اوسه ۵۹،۶ سلنه پراختیایی بودجه مصرف کړې ده.

یاده دې وی د روان مالی کال بودجه په ټوله کې ۳۶۱،۹ میلیارده افغانۍ وه چې ۲۶۷ میلیارده افغانۍ یې عادی او ۹۳،۷ میلیارده افغانۍ یې پراختیایی بودجې جوړوله.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.