خواجه اصف: پاکستان نور د امریکا متحد نه دی او دوستی مو پاې ته رسیدلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلی، چې نوره د امریکا او پاکستان دوستی پای ته رسېدلې ده. خواجه اصف له وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلی، چې پر پاکستان د امریکا د مالی او نظامی مرستو له ځنډولو ورسته داسې ښکاری، چې نور د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ له منځه تللې ده. نوموړوی په خپلو خبرو کې ویلی، چې پاکستان نور د امریکا دوست نه دی، ځکه ملګری له ملګری سره داسې چلند نه کوی. بلخوا د پاکستانۍ جنګ ورځپاڼې د راپور له مخې خواجه اصف ویلی، چې په ۲۰۰۱ کال کې له امریکا سره د افغانستان په جنګ کې مرسته کول زموږ لویه تېروتنه وه، ځکه دغه چاره په پاکستان کې د ترورېزم د زیاتولی لامل شوه. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ ویاند ویلی، چې پر پاکستان د مالی او نظامی مرستو بندول خپله امریکا ته تاوان پېښوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.