زموږ د طالب جسد رانکړل شی د چورلکې مړی نه ورکوو طالبان

طالبانو په فراه ولایت کې د غورځول شوې چورلکې په پیښه کې د وژل شویو جسدونو د ورکولو په بدل کې د خپل وژل شوی برید ګر د جسد غوښتنه وکړه.
د طالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدی رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ویلی دی چې په فراه ولایت کې د راغورځول شوې الوتکې ټول ۲۸ تنو جسدونه له دوی سره دی نوموړی زیاته کړې، طالبان په دې شرط دا جسدونه د سره صلیب ادارې ته سپاری، چې حکومت هم په کندهار کې د جنرال رازق د وژونکی ابودجانه نومی کس جسد د هغه خپلوانو ته وسپاری.
په همدې حال کې نن په فراه کې د ولایتی شورا د غړې جمیلې امینی د جنازې مراسم ادا کیږی او د سیمې د خلکو په وینا د هغې جسد فراه ښار ته راوړل شوی؛ خو د نورو کسانو جسدونه لا له وسله‌والو مخالفینو سره دی په وژل شویو کسانو کې د فراه د ولایتی شورا د رییس فرید بختور په گډون گڼ شمېر نور دولتی مسوولین هم شامل دی

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.