ولسمشر غنی پکتیکا ولایت ته ولاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د یوه لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ پکتیکا ولایت ته ولاړ.

د ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې ښاغلی غنی او ورسره پلاوی پکتیکا ولایت ته ورسېده.

خبرپاڼه وایی، ښاغلی غنی به پکتیکا ته په رسېدو سره د دغه ولایت د مقام ودانۍ چې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسی او معیاری ډول جوړه شوې پرانسته وکړی.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوی، چې ښاغلی غنی به د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له نظامی او ملکی چارواکو، قومی مخورو، دینی عالمانو او ځایی اوسېدونکو سره هم په جلا جلا توګه وګوری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.